کراچۍ 04 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی کراچۍ كښې د نوې جوړ شوي فضائیه روتھ فا میډیکل کالج (ایف آر پی ایم سی) پرانسته كړې ده ۔ د پاك فضائیه لخوا د نهې پھ ورځ جاري شوي اعلامیې له مخې د اولس مشر پھ رسېدو د پاك فضائیه مشر ایئر چی?? مارشل مجاهد انور خان د هغه هركلې وكړو۔ په دې مهال پھ خپل خطاب کښې اولس مشر ډاکټر عارف علوی د پاکستان میډیکل کونسل د معیار له مخې په ریکارډ وخت كښې د دې پروژې په پشپړولو د ډلې هڅې وستائلې۔ ده و??ئيل د پاك فضائیه تعمیرملت پروګرامونو او په خاص توګه صحت او تعلیم په څانګو كښې کردار تر??ره كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاك فضائیه په اولسي خذماتو فهرست كښې به دا کالج د قدر وړ اضافه ثابته شي۔ دې نه پس اولس مشر د میډیکل کالج پرانسته و??ړه او د پروژې کامیابۍ له ئې دعا اوكړه۔ ده د کالج د بيلو څانګو دوره هم وكړه او فیکلټی او پیرامیډیکل اسټاف ??ره ئې خ??ري اتري وكړي۔ پرنسپل اسټاف آفیسرانو او اعلیٰ سول او پوځي چارواكو هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د پی اے اېف روغتون فیصل او پی اے ایف روغتون مسرور به دې کالج ??ره د ټيچنګ روغتون پھ توګه منسلك وي او دې نه ځانله جدیدې آسانۍ لرونكې ډائګناسټک سنټر هم شته چې پكښې ایم آر آئی،سی ټی اسکین، ډیجیټل ایکسرے، میموګرافی، او فلوروسکوپی آسانۍ شاملې دي۔په دې روغتون كښې هیماټولوجی، سیرولوجی، کیمیکل پیتھالوجی، بلډ بینك، مائیکرو بیالوجی، کلینیکل پیتھالوجی او هسټوپیتھولوجی آسانۍ لرونكې يوه جدیده لیبارټری هم شته